غزل زه د یار به درد او غم کې غرقاب خوښ یم Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه د یار به درد او غم کې غرقاب خوښ یم په دا درد کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم 02 كه ډوبېږم په اوبو كه په اور سوځم د سرو شونډو په آتش او په آب خوښ يم 03 چې د يار د خط او خال نښې پکې وي ځوړند سر په مطالعه د كتاب خوښ يم 04 تر دا پوچه ګفتګویه چې یې اورم په نغمه، په ترانه د رباب خوښ يم 05 د ريا تر ناقبوله عبادته د ساقي په ميو مست او خراب خوښ يم 06 چې نه علم، نه تسبيح، نه تلاوت وي له دې هسې بيدارۍ نه، په خواب خوښ يم 07 خاموشي كه هر څو لويه مرتبه ده زه د يار سره، په سوال او ځواب خوښ يم 08 د طوبۍ د ونې سیوری مې خوښ نه دی ستا د مخ په لمبو سوی كباب خوښ يم 09 د يار ډېرې غمخوارۍ يم عاجز کړی رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ يم Dictionary meaning × Headword