نظم

زه پخپله

Abdul Bari Jahani

زه لكه ګل زه لكه خار زه لكه پرخه اشنا

خلګ مي ويني زه په خپل وجود خبر نه يمه

پرېږده زره وجود مي ولاړ سي د تورتم ستوني ته

ښه چي د باز په وزرونو كي شهپر نه يمه

هر څه وړوكى چي مي وينې زه پخپله يمه

د هر جوګي د منترونو قلندر نه يمه

جام به مي تش وي لاس مي تش دى ستونى وچ دى منم

ښه دى ملګرو په سراب كي چي كوثر نه يمه

زه لكه شمع د محفل په ژبه پوه نه سومه

پر تورو شپو باندى خبر په خپل اثر نه يمه

لكه قدم پر وركه لار د منزل نښي ليكم

په ړندو سترګو كاروانونو ته رهبر نه يمه

زه لكه زخم له رنځونو سره شپې كړوم

زه لكه درد هسي له زړه څخه بهر نه يمه

نه لكه سيورى كله لوى كله وړوكى سمه

زه خپل وجود يمه د لمر د نور نظر نه يمه