نظم
زه څوک يم
Gul Pacha Ulfatزه بل څوک نه يمه اولاد د غريبانو يمه
سکنی ورور د عاجزانو دخوارانو يمه
يمه له خاورو نه پيدا خورمه له خاورو پيدا
د لاس نيالگی ددې غريبو دهقانانو يمه
ماته آغا ماته بادار ما ته صاحب مه وايه
ډېر ويرېدلی له نامه د صاحبانو يمه
چې ورته بل نيسي اوبه نور يې بې آبه غواړم
وينو ته تږی زه دداسې بادارانو يمه
د بل زحمت کښې چې خپل ځانته راحتونه غواړي
د سر دښمن ددې بې رحمه ظالمانو يمه
زما په زړه کښې د بل چا محبت مه لټوئ
زه دخوارانو د ډيوو له پتنگانو يمه
چې شپه او ورځ په خوار غريب خپل خدمتونه کوي
د دوی خادم نه يم خادم د خادمانو يمه