غزل زه چې پښتونواله له خپل زړه وېستلی نه شم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه چې پښتونواله له خپل زړه وېستلی نه شم تا به اشنا پرېږدم، خو رقيب زغملی نه شم 02 تا سره مې ښکليه چې سپېڅلی محبت دی ستا راسره نشته محبت ، منلی نه شم 03 کله کله په شونډو کې موسکا په ما پېروز کړې ولې لکه پرخه د سحر ژړلی نه شم 04 دام د تورو زلفو نه دی دام د ارمانونو هغه نه وتی شم، خو له دې وتلی نه شم 05 بې له غمه اوس پکې بل چا لره ځای نشته نور دزړه حجرې ته مېلمانه بللی نه شم 06 بس دی لږه وينه مې ارمان لره پرې ايښې ولې ستا په کور کې نور گلان کرلی نه شم 07 تښتي له جنونه، ژوند د مينې يې برباد کړو اوس نو دا بې خونده خپل شعور بخښلی نه شم 08 کور د زړه مې ښکليه دی ودان په ارمانونو ستا د زړه دپاره ماشومان وژلی نه شم 09 گورم زه حمزه چې يې لباس د مينې واغوست ځای د احترام دی چې هوس کږلی نه شم Dictionary meaning × Headword