غزل

زه چې پښتونواله له خپل زړه وېستلی نه شم

امیر حمزه شینواری

زه چې پښتونواله له خپل زړه وېستلی نه شم

تا به اشنا پرېږدم، خو رقيب زغملی نه شم

تا سره مې ښکليه چې سپېڅلی محبت دی

ستا راسره نشته محبت ، منلی نه شم

کله کله په شونډو کې موسکا په ما پېروز کړې

ولې لکه پرخه د سحر ژړلی نه شم

دام د تورو زلفو نه دی دام د ارمانونو

هغه نه وتی شم، خو له دې وتلی نه شم

بې له غمه اوس پکې بل چا لره ځای نشته

نور دزړه حجرې ته مېلمانه بللی نه شم

بس دی لږه وينه مې ارمان لره پرې ايښې

ولې ستا په کور کې نور گلان کرلی نه شم

تښتي له جنونه، ژوند د مينې يې برباد کړو

اوس نو دا بې خونده خپل شعور بخښلی نه شم

کور د زړه مې ښکليه دی ودان په ارمانونو

ستا د زړه دپاره ماشومان وژلی نه شم

گورم زه حمزه چې يې لباس د مينې واغوست

ځای د احترام دی چې هوس کږلی نه شم