غزل
زه چې ستا په چاکرۍ کې يمه چاق
Hamza Shinwariزه چې ستا په چاکرۍ کې يمه چاق
د راحت عروس په درې شرط طلاق
روح او تن مې مور او پلار دي ترې خلاف کړم
ياره ستا به شم چې دوی مې کاندي عاق
چې په طاق کې د نسيان مې خودي کېښوه
په ټولي کې دعاشقو شومه طاق
سپوږمۍ مخيه خاموشۍ دې ټول گويا کړه
د ښايست خبرې ستا شي په آفاق
دا سرخي مې هنگامي نه ده د سترگو
دا نه رنگ دی د حنا نه د اشفاق
هر يو حرف دې ښايي پته ښکاره نه شوې
د هستۍ د کتاب ختم شو اوراق
شي قدسي به په معراج د حمزه عقل
چې تا وړی دی دسترگو په براق