غزل زه چې ستا په چاکرۍ کې يمه چاق امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 زه چې ستا په چاکرۍ کې يمه چاق د راحت عروس په درې شرط طلاق 02 روح او تن مې مور او پلار دي ترې خلاف کړم ياره ستا به شم چې دوی مې کاندي عاق 03 چې په طاق کې د نسيان مې خودي کېښوه په ټولي کې دعاشقو شومه طاق 04 سپوږمۍ مخيه خاموشۍ دې ټول گويا کړه د ښايست خبرې ستا شي په آفاق 05 دا سرخي مې هنگامي نه ده د سترگو دا نه رنگ دی د حنا نه د اشفاق 06 هر يو حرف دې ښايي پته ښکاره نه شوې د هستۍ د کتاب ختم شو اوراق 07 شي قدسي به په معراج د حمزه عقل چې تا وړی دی دسترگو په براق د قاموس مانا × اصلي کلمه