غزل زه دې مېلمه شم، ته کوربنه شې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه دې مېلمه شم، ته کوربنه شې چې يو ناڅاپه رامېلمنه شې 02 ستا د خوږو نه خو تراخه ښه وي لا چې ترخه شې ډېره خوږه شې 03 نوره د زلفو سودا دې نه کړم پېرزو مې نه ده چې شوگيره شې 04 په سادگۍ کې څومره پخه شې په تش کتو مې کچه کچه شې 05 چې زه درځمه ته راسره شي خو چې راځمه ته را سره شې 06 د ښکليو خوی هم څه عجيبه وي دادې خوښې وي چې ته خفه شې 07 ښه ده حيا دې دهندکۍ نه ده چې در ته ځير شم ته پښتنه شې 08 ډېر څه مې زده کړل خو لا امي يم زده کړه خو داده چې ته مې زده شې 09 ته کله کله خويادوه مې گنې نو ته به هېره قصه شې 10 څومره چې بدگورې و ما حمزه ته دا مې باور دی هومره به ښه شې Dictionary meaning × Headword