غزل

زه که لافې د وفا کوم هر چند

Rahman Baba

زه که لافې د وفا کوم هر چند

هغه يار مې باور نه کا په سوگند

زه بې ياره هسې زيست کړم په جهان کې

لکه زيست وي په مجمر کې د سپند

آبرويي د طالبانو خپل مطلوب وي

آبرويي د غلامانو خپل خاوند

لکه يار مې سربلند دی په جهان کې

په تاثير يې هسې زه شوم سربلند

لکه يار مې چې څرگند دی په دا دور

زه هم هسې په دا دور شوم څرگند

چې مې مدحه د خوبانو کړه آغازه

هر کلام مې دلپذير شه دلپسند

لکه خوند لري زما خوږې خبرې

په شکرو کې هم نشته هسې خوند

حلوايانو څخه نشته هسې قند

لکه زه چې سخندان او هنرمند يم

بل به نه وي سخندان او هنرمند

په اشعار کې قوت ناک لکه مزری يم

ولې نه يم د مزري په څېر گزند

هم په مدحه ښه پوهېږم هم په هجوه

بې له عشقه که مې عيب که مې هنر دی

ما غوڅ کړی دی له ځانه بل پيوند

زه عاشق يم سريکار مې دی له عشقه

نه خليل نه داودزی يم نه مهمند

چې و ماته نصيحت کا څوک په عشق کې

گويا پلار ته نصيحت کاندي فرزند

هر سړی چې آيينه په لاس کې خاندي

گويا کاندي په خپل ځان پورې ريشخند

رنگرېزان دې اول خپلې ږيرې رنگ کا

بيا هاله دې و رحمان ته وايي پند