غزل ځم به بغير له دوی د چا سره زه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ځم به بغير له دوی د چا سره زه؟ چې خطا کار وي ترېنه کړی شي حصول 02 کړې مسرور وصلت د راز او نيازه مبارک مبارک غريب النوازه 03 تيرو ته زمونږه رڼا کړه عنايت شه موسکی په بېرته نظر کړه له نازه 04 مشرف شو مونږه چې تشريف راوړې زمونږ سرفرازي له تا سرفرازه 05 د غفلت له دامه وتل مونږ ته ښايه همايه د ناسوت ولاهوت بازه 06 په خاطر د پنج تن که خوارو ته ورکړې د انوارو برخه له پاکه حجازه 07 و حمزه ته ورکړه په گريه کې خنده چې الفت يې کړي د زړه شمع گدازه Dictionary meaning × Headword