غزل ځم به بغير له دوی د چا سره زه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ځم به بغير له دوی د چا سره زه؟ چې خطا کار وي ترېنه کړی شي حصول 02 کړې مسرور وصلت د راز او نيازه مبارک مبارک غريب النوازه 03 تيرو ته زمونږه رڼا کړه عنايت شه موسکی په بېرته نظر کړه له نازه 04 مشرف شو مونږه چې تشريف راوړې زمونږ سرفرازي له تا سرفرازه 05 د غفلت له دامه وتل مونږ ته ښايه همايه د ناسوت ولاهوت بازه 06 په خاطر د پنج تن که خوارو ته ورکړې د انوارو برخه له پاکه حجازه 07 و حمزه ته ورکړه په گريه کې خنده چې الفت يې کړي د زړه شمع گدازه د قاموس مانا × اصلي کلمه