نظم
زما شپېلۍ
Darwish Durraniيوه پېغله ناخبره له جهانه
و اوبو ته د چينې وه را روانه
پر وږه باندي يې پروت خالي منګى و
په سپين لاس کي يې صفا سپين ګټورى و
زه په خپله لېونۍ ځواني غره وم
له چينې سره نژدې ولاړ ښکاره وم
ماويل دا بې نيازي به يې کړم ورکه
دا که هر څو ځان ته وايي ملايکه
خو را اړوي به ما ته سترګي توري
په نظر د سوداګر به راته ګوري
په غورځنګ به يې راځي د زړګي وينه
ژر به پوه سي چي څه شي ده مسته مينه
مګر ما چي څه ويل هغسي نه وه
په څرګنده که هغه زړه زړه وه
په مزاج کي د مرمر د بت په شان وه
نه خبره په زاړه او نه په ځوان وه
په واړه ګام سوه تر ما اوبو ته تېره
له هر څه نه بې پروا اوبو ته تېره
خپل منګى يې د اوبو پر غاړه کښېښود
کټورى يې د اوبو پر غاړه کښېښود
هغه پېغله چي تر ما سوه داسي تېره
د رڼې چينې په خوا سوه داسي تېره
نو ورو ورو سوله لګيا چي منګى ډک کړي
خو ما نه غوښتله دا چي منګى ډک کړي
سوم لګيا چي دا اوبه کړم ترې نه پاته
پام را واړوم د دې د ځان و خوا ته
خوله مي کښېښوده پر خپله شپېلۍ باندي
چي نغمې يې سوې رواني وروسته وړاندي
ور ته و نيو غوږ هم بوټو او هم کاڼو
ګډا پيل کړه ور ته هري خوا ته پاڼو
خو پر دې باندي يې هيڅ اثر و نه سو
په دا هسي حال کي بل هم يو کار وسو
يو سپين آس پر لاره را روان و
پر دې آس باندي سپور تور غوندي يو ځوان و
د دې ځوان و ښايسته توپک په غاړه
دې چي وليد نو په بېړه سوه ولاړه
منګى پاته سو ، چينه يې سوله هېره
په دې ځوان پسې يې نېغ کتل تر ډېره
وه چي څنګه اوس هغسي پاته نه سوه
د مرمرو انجلۍ نرمه سوه ، زړه زړه سوه
هغه پېغله د چينې پر دغه غاړه
وه تر ډېره پوري دغسي ولاړه
چي منګى او کټورى يې وو راوړي
وو هغه يې هم زما په شان هېر کړي
دا ولاړه د تور ځوان په ننداره وه
په خپل خيال کي د هغه تر شاه سپره وه
ما به وکتل شپېلۍ ته او بيا دې ته
په حېرت کي ومه ډوب دې نندارې ته
محسوس کړى مي په دې وخت کي يو لاس و
چي يو چا ايښى زما پر وږه پاس و
چي مي واړه ولې سترګي کله شا ته
وه نژدې يوه بوډۍ ولاړه ما ته
پر زړو چاودلو شونډو يې مسکا وه
پوهېدلې په خبره باندي دا وه
را ته ويې ويل ځوان ځان خبر کړه
د دې دنګو غرو د له شانه ځان خبر کړه
دلته باز د خلکو خوښ بلبل يې هېر دئ
تر شپېلۍ د تور توپک زړه راکښون ډېر دئ
که دا غواړې چي دي پېغلي درته خاندي
نو بيا ورکړه دا شپېلۍ پر توپک باندي