غزل

زغره واغونده ملا وتړه په جنگ

Rahman Baba

زغره واغونده ملا وتړه په جنگ

دغه پسه معرکه کوه د ننگ

و بې ننگ و ته د ننگ خبرې مه کړه

يا ځان وگڼه په خپلو وينو رنگ

ننگيالی چې يوځل مخ په هغه لور کا

نور هېڅ نه ويني کوهی وي که گړنگ

هېڅ له ځانه له جهانه خبر نه وي

چې چراغ په نظر کښېوځي د پتنگ

د بلبلو و چمن وته پرواز وي

د اور پښتي و آتش وته غورځنگ

که جهان و بې هنرو ته فراغ وي

يو لحد دی هنرمندو لره تنگ

هغه ښهر جوهري لره زندان وي

چې يکسان وي په کې لعل و مردار سنگ

اسمان ځمکه دواړه ژامنې د نهنگ دي

څه به زيست کا څوک په خوله کې دنهنگ

په ښادۍ يې هېڅ ښاد مه شه که دانا يې

غم ښادي دي ددې د هر څنگ په څنگ

که رحمان د هغو تلليو وصال مومي

تېر به نه کا په دا دور کې يو د رنگ