غزل زهد ته مې خدايه نظر ورکړې رندانه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زهد ته مې خدايه نظر ورکړې رندانه می د الفت راکړې د ضمير په پيمانه 02 لولم يې په دې چې يې عنوان انسانيت دی خدايه د هستۍ چې تا ويلې افسانه 03 گرد د محنتکش د مخ غازه دې دملت کړې اوښکه د غريب دناکامۍ کړې دُردانه 04 مونږه ته زاړه شراب په نوي جام کې راکړې هغه پخواني مستان يې بيا کړې فرزانه 05 بله کړه محفل کې دهستۍ د امن شمع هر سړی دهر وطن په دې کړه پروانه 06 مونږ اور اور کې کړه چې رڼا وي سوی مو نه وي ستورو غوندې موسکه کړې زمونږه زمانه 07 جام دې دپښتون وي خو باده دې يثربي وي وي دا دې اصول او د حمزه دې يارانه Dictionary meaning × Headword