غزل زهد ته مې خدايه نظر ورکړې رندانه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 زهد ته مې خدايه نظر ورکړې رندانه می د الفت راکړې د ضمير په پيمانه 02 لولم يې په دې چې يې عنوان انسانيت دی خدايه د هستۍ چې تا ويلې افسانه 03 گرد د محنتکش د مخ غازه دې دملت کړې اوښکه د غريب دناکامۍ کړې دُردانه 04 مونږه ته زاړه شراب په نوي جام کې راکړې هغه پخواني مستان يې بيا کړې فرزانه 05 بله کړه محفل کې دهستۍ د امن شمع هر سړی دهر وطن په دې کړه پروانه 06 مونږ اور اور کې کړه چې رڼا وي سوی مو نه وي ستورو غوندې موسکه کړې زمونږه زمانه 07 جام دې دپښتون وي خو باده دې يثربي وي وي دا دې اصول او د حمزه دې يارانه د قاموس مانا × اصلي کلمه