شعر
زما په زړه کې که بتان وینې نو مات یې کړه ته
Darwish Durraniدا بتخانه دغسې مه پریږده، جومات یې کړه ته
زه خو راضي ستا په رضا یم، پکې هیڅ نه وایم
که مې غمونه درته کم ښکاري نو زیات یې کړه ته
جهان انبار کړې رنګا رنګ وسلې زما ومخ ته
وایي دا خپل وطن ته یو سه او خیرات یې کړه ته
دغه رڼا به دې دهریوه محفل څراغ کړي
درد داولس واخله او برخه دخپل ذات ئې کړه ته
د « درویش » زهر زهر ژوندخو ستا په مخکې دی نن
خواږه دشونډودې ورګډ کړه لږ او شات ئې کړه ته
۱۷ / نوامبر / ۲۰۰۱