غزل

زموږ دتورې شپــــې احوال بــــاد ســـبا تــــه وایـــــه

Gul Pacha Ulfat

دپتنــــګانـــــو بیتــــــابـــــــي دعشـــــق رڼــــا ته وایه

ړندو ته مه وایه دسپیــن مــــخ او دتــــــورو زلفــــــو

دســـــرو ګلـــونو یابلبلې یـــــا بــــــو راتـــــــه وایــــــه

رنځـــــور تـــــه وایـــــه ددوا او دطــــبیـب دراتــــــــلو

دمیلمستیا دساعت تیرۍ  دښکار بل چاتــــه وایــه

دعیش عشرت قصــــې کوه له دولتـــــمنـــــو ســـــره

دخوار غریب  او دمظلوم افسانــې مــــاتـــــه وایـــــه

که دخیرات زکات او سقاط دې چانه واوریده څـــه

په منډه ورشه کوم اخوند غوندې مـــلا تـــــه وایــــه

چې هیڅ تا ثیر ورباندې نه کوي  او هیـــڅ نــه کوي

دوطن  غم رئيس  وزیــــر لـــــویــــــې ارواتــــه وایـــه

که ډیر بحثونه دې  زړه غواړي اوهــر قســــم وینــــــا

هره خبره چـــې وه یـــــو ځـــــلي شــــــوراتــــــه وایـــــه

ورســـــره مـــــه کــــــړه جــــــدي بحــــث دعمل خبرې

که دې کوم ښه بیت چانه واوریده ګـــــویـــاته وایـــه

چې دې نا پوهــه او بیکاره په چـــــوکـــــۍ ولیـــــده

ته یــــې په هـــــر ساعت په هر ځای کې هرچاته وایه

که نا لایق ته چا څــــــه نــــه ویـــــل اونـــــه و تمیــــــز

کــــوریې مرګــــــي ته وښیه تورې بلا تــــــه وایـــــــه

قسم خواره که دې پکاروو اودروغــــو شاهـــــــدان

هرڅه به خدای کاندي اسان ملک کاکا تــــه وایـــــه

لیلی دې مسته او تازه ګرځي چړچــــې دې کـــــــوي

دعشق غمونــه لیونیـــــــو دصحــــــرا تـــــه وایـــــــه

چې طبیعت یې ښه شي موټی موټی غوښې واخلي

آغا آغا  په هر ساعــــت بـــــا دار آغــــــا تـــــه وایـــــه