غزل

زموږ دتورې شپې احوال باد سبا ته وایه

ګل پاچا الفت

دپتنګانو بیتابي دعشق رڼا ته وایه

ړندو ته مه وایه دسپین مخ او دتورو زلفو

دسرو ګلونو یابلبلې یا بو راته وایه

رنځور ته وایه ددوا او دطبیب دراتلو

دمیلمستیا دساعت تیرۍ  دښکار بل چاته وایه

دعیش عشرت قصې کوه له دولتمنو سره

دخوار غریب  او دمظلوم افسانې ماته وایه

که دخیرات زکات او سقاط دې چانه واوریده څه

په منډه ورشه کوم اخوند غوندې ملا ته وایه

چې هیڅ تا ثیر ورباندې نه کوي  او هیڅ نه کوي

دوطن  غم رئيس  وزیر لویې ارواته وایه

که ډیر بحثونه دې  زړه غواړي اوهر قسم وینا

هره خبره چې وه یو ځلي شوراته وایه

ورسره مه کړه جدي بحث دعمل خبرې

که دې کوم ښه بیت چانه واوریده ګویاته وایه

چې دې نا پوهه او بیکاره په چوکۍ ولیده

ته یې په هر ساعت په هر ځای کې هرچاته وایه

که نا لایق ته چا څه نه ویل اونه و تمیز

کوریې مرګي ته وښیه تورې بلا ته وایه

قسم خواره که دې پکاروو اودروغو شاهدان

هرڅه به خدای کاندي اسان ملک کاکا ته وایه

لیلی دې مسته او تازه ګرځي چړچې دې کوي

دعشق غمونه لیونیو دصحرا ته وایه

چې طبیعت یې ښه شي موټی موټی غوښې واخلي

آغا آغا  په هر ساعت با دار آغا ته وایه