غزل

زړه مدام راته ويل چې ژاړه ژاړه

Rahman Baba

زړه مدام راته ويل چې ژاړه ژاړه

په ژړا سره دې تللی اشنا غواړه

مصلی د بې ننگۍ ور پسې لنگ کړه

بېچاوڼيه د ننگ کېږده ويې نغاړه

که د يار په سر لوړۍ دا ستا رضا وي

په خندا خندا راځه په لکه غاړه

دا فلک چې د اسيا په دود گردش کا

په دنيا کې به پرې نه ږدي دانه لواړه

په دنيا کې گوره هر چې زنده سر دی

د اجل په تېغ به پرې کا د دوی غاړه

د مکې زنځير حاجيان په لاس کې نيسي

رحمان ونيوې د يار زلفينې دواړه