غزل

زړه مې کوي هر وخت دردونه اشنا

Khatir Afridi

زړه مې کوي هر وخت دردونه اشنا

لږ خو مې واوره فريادونه اشنا

ترڅو به ژاړم ستا په مينه کښي زه

ګوره د اوښکو مې سيندونه اشنا

اوس دې له غمه خلاصېدلی نشم

ما وې په عشق کښي وي خوندونه اشنا

نن په جبين کښې دې خالونه څو دي

دي په چشمانو مې ګردونه اشنا

که ستا په خيال کښي دې اجل ته قريب

د خاطر شته دي ارمانونه اشنا