غزل

زړه مي درد کو ي له زړه ورپسې ژاړم

Darwish Durrani

د ښمنا ن چي مي و ي مړه ورپسې ژاړم

ما د يار دغه غوښتنه هم پرځای کړه

نه ئې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم

بېلتانه د ي د هر چا په غم شريک کړم

يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

چي تر څو مي وي دا ژبه يادوم ئې

چي تر څو لرم لېمه ور پسې ژاړم

مخ او زلفي ئې په ياد راځي دروېشه

په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم