غزل

زړه مې بې له خپل نگاره آرام نه کا

Rahman Baba

زړه مې بې له خپل نگاره آرام نه کا

کامراني را څخه غواړي ناکام نه کا

بې ناکامه زيست محال دی په دنيا کې

د کوم اس په خوله کې دخل لگام نه کا

د اسمان ماڼۍ به هم په قرار نه وي

سالک ځکه قصد د قصر و د بام نه کا

گاه يې کښېنوي په تخت کله په خاورو

زمانه رضا د هېچا مدام نه کا

بې له سروې چې آزاده خدای پيدا کړه

ترکې ځکه و هېچا ته سلام نه کا

کوه و دشت هم د خزان له غمه رېږدي

ځکه زر که و چمن ته خرام نه کا

چا چې سر دی په سجده و يار ته ايښی

دوباره له دې سجوده قيام نه کا

چې يې کډه ده د يار په لوري لوښتې

لکه بحر هسې درومي مقام نه کا

نشستن دعاشق نشته لکه شمعه

څو صورت د عشق په اور کې تمام نه کا

چې محظوظ وي په تش بوی د مهرويانو

هغه فکر د بوسې د پيغام نه کا

چې لذت يې د سرو شونډو وي موندلی

نوره مينه د شرابو په جام نه کا

په هغو د لعلو لبو مې حرام دي

څو دا نور لذت په خپسر حرام نه کا

رحمان هسې و خپل يار ته بې حجت دی

لکه عذر چې صاحب ته غلام نه کا