غزل
زړه مې ستا د غم و غشيو ته سپر دی
Rahman Babaزړه مې ستا د غم و غشيو ته سپر دی
دا سپر په معنی امن د خطر دی
چې ديار له لوريه غشی په يارۍ کې
هغه غشی غشی نه دی نيشکر دی
د دنيا ښادي همه غمجنو وکړه
بې روژې عالم له عيده څه خبر دی
که ستا هېڅ په ما پوره نه دي دلبره
خدايگو ما لره بې تا د دين ضرر دی
کا ظاهر په صورت يم په معنی نه يم
لکه حرف چې د لا کښلی په دفتر دی
بې له اسمه مې نور هېڅ نشته له جسمه
د الام په خوله د نورو مکرر دی
خو ستا قد زما په سترگو کې خدای نقش کړ
گڼه دلته يو وېښته په مثال غر دی
د رحمان عقل ترې ځارشه څو څو واره
هر کم عقل چې د ستا په عشق اوتر دی