غزل
زړه مې تراشي د بڼو په تېره نوک
Rahman Babaزړه مې تراشي د بڼو په تېره نوک
ماتوي مې دوه دېرش غاښ واړه په سوک
په غمزو دتورو سترگو يم وژلی
ژوبل ژوبل پړوکي پړوکي يم ټوک ټوک
که نعرې وهم که خاورې په سرلونم
ناروا شه که پروا لري يو چوک
لکه گل چې څوک د طفل په لاس ورکا
هسې رنگ يې زما زړه کړ شوک په شوک
که له ډېره درد وغمه مې زړه چوي
ورته هېڅ دی زما درد او زما دوک
درست جهان يې په غم ډوب کړه سر تر پايه
که گدای دی ددې دهر که ملوک
د اسمان په نيلي سور لکه افتاب شي
د زربفتو دستار کېږدي په سر هوک
که انصاف لرئ په زړه کې منصفانو
راشئ گورئ د دلبرو دا سلوک
زه به ولې د خپل يار ثنا نه وايم
چې سحر سحر نارې وهي تل غوک
چې عاشق د دلبرانو په جمال شي
ای رحمانه! ځان دې ژاړي کوک په کوک