غزل زړه مې هسې رنگ بيمار دی ستا له درده Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زړه مې هسې رنگ بيمار دی ستا له درده چې دمرگ په انتظار دی ستا له درده 02 زه يو څه چې لا و خلک وته نظر کړم همه واړه گرفتار دی ستا له درده 03 بلبلانو دگل حسن بهانه کړ په چمن کې يې چغار دی ستا له درده 04 دا سرود چې نرم نرم ويل کاندي فريادي ځنې هر تار دی ستا له درده 05 دا مجلس (چې) د سرود په آواز مست شه اورېدلی يې گفتار دی ستا له درده 06 و هر لور ته چې د زړه په غوږو ځير شم د ويشتليو انگهار دی ستا له درده 07 زه چې آه کړم شين لوگی مې له خولې خېژي په گوگل کې مې انگار دی ستا له درده 08 نشته څوک چې د زړه حال ورته ښکاره کړم هر يو يار له ما وېزار دی ستا له درده 09 چې هېڅ حال يې دگنډون نه معلومېږي زړه مې هسې رنگ افگار دی ستا له درده 10 د رحمان نارې به څوک اروي دلبره هغه څوک دی چې وزگار دی ستا له درده Dictionary meaning × Headword