غزل زړه مې ور کړ وخود رای Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زړه مې ور کړ وخود رای هر چې شوه تکيه په خدای 02 په سودا د عاشقۍ کې يا به شاه شم يا گدای 03 يا به کښېنم و دونهې ته يا به سېوري د همای 04 چې خدای کا هغه به وشي نه بل خدای لرم نه ځای 05 بې دلبره به ورته نه کړم نور و هېچا د زړه رای 06 پای بوسي به يې پرې نږدم څو مې رسي دست و پای 07 يا خندا ده په جهان کې يا ژړا ده په وای وای 08 تر دا دوه چارو په هورته نور څه نشته په دا سرای 09 عاشق بويه چې صادق وي نه خود کام و نه خود رای 10 خدای دې نه کا څوک په عشق کې جو فروش گندم نمای 11 زه رحمان په کار پوهېږم که مې مل وي کار فرمای Dictionary meaning × Headword