غزل

زړه په دا ندی چې ناولی مخ دی

Khatir Afridi

چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دی

مخونه ډير دي خو دامخ مې خوښ دی

والله په ټولو کې وتلی مخ دی

پرېږده چې اوښکې مې بهيږي پر مخ

دا بې ګناه جانان رټلی مخ دی

څه وشو تا که ديدن بند کړو په ما

خاطر په زړه کې ستا ساتلی مخ دی