نظم زرغونه کالي Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 رنګ که کالي مي د شنو پاڼو په شان يو واري بيا يې رنګ که 02 جنګيالي نه اغوندي سپيني جامې ګراني و جنګ ته وځم 03 يو واري بيا ورځمه څو د بادونو، بارانونو په لښکر کي ډوب سم 04 زه به توپک پر اوږه په برياليو زرغونو جامو کي 05 په برياليو زرغونو جامو کي د سرو ګوليو او بمونو له بارانه څخه 06 له تاوده جنګه څخه درته راګرځمه او هېري به کم 07 زما د زادګاه په زرغونو جامو کي د آزمويني سختي - سختي ورځي 08 د کړاوونو ډکي - ډکي لحظې هغه کالي چي زرغونه دي رنګ کړه 09 دا به د ميني په ښايسته بهار کي د تل لپاره زرغونه پاتي سي 10 او تودوي به مي په مينه - مينه Dictionary meaning × Headword