غزل

زلفې دې له ډېرې درازۍ پای تر سر دي

Rahman Baba

زلفې دې له ډېرې درازۍ پای تر سر دي

يا د بنفشې لښتې خورې په صنوبر دي

لب دې حيات دي يا شکرې يا نبات دي

يا خو زه غلط يم تر همه واړو بهتر دي

قد ته دې څوک نه شي رسېدی له بلندۍ

ولې چې معراج وته خاته د پيغمبر دي

ما چې ستا ښايست او نمر سپوږمۍ سره په تول کړه

تللي په ميزان کې تر اسمانه سپوږمۍ نمر دي

څاڅکي له اسمانه په هر چا اوري يکسانه

پرخه په واښه شي په صدفو کې گوهر دي

بخت دی چې يې څوک متمکن کړه په تخت باندې

څوک د غم په خار سره پاره پاره ځيگر دي

دا خو زه له ډېرې کم بختۍ له تا زار کړم

ستا له نېک خويۍ کاڼي بوټي هم خبر دي

باد چې دې په زلفو باندې قصد د پرېشانۍ کړ

ځکه يې گردونه د جهان واړه په سر دي

هله به سړی شې چې دې نوم عبدالرحمان شي

اوس سړی په څه يې که دې لوستي زېر و زور دي