غزل
زما اوښکې چې دا هسې شست و شو کا
Rahman Babaزما اوښکې چې دا هسې شست و شو کا
دا محنت واړه زما دمخ په ولو کا
تل يې مخ وي تر خوبانو پورې وللی
عاشقي چې د چا اوښکې په شېبو کا
د عاشق د سينې چاک به ورڅرگند شي
که څوک سر و خپل گرېوان و ته فرو کا
د عشق اور چې شمعې خود په سر قبول کړ
پروانه به څه حجت دځان په سوو کا
گل څه نه وايي چې غرق په وينو ناست وي
بلبل څه لره بې ځايه گفتگو کا
زه که مرگ غواړم بې ياره گرم خو نه يم
جدايي سړی په ځان پورې په کو کا
معشوقې په محنت نه دي چا موندلې
مگر خدای يې په رحمان باندې پېرزو کا