قيرنومنارینه
resin, pitch, tar, tarred
ماناوې
- resin, pitch
- tar
- tarred
- tar, coal tar
- tar, dark thick substance obtained from wood and other organic substances (used in protective coatings and sealants)
پښتو تعریفونه
- ډامبر، تار، تارکول (Coal tan ( د ډبرو د سکرو څخه)، قطران؛ يو ګاڼه (ټينګ)، سريښناکه، د نسواري څخه تور ته مايله مايع ده چې تندبوی يې ځي او د لرګو او مختلفو سکرو د وچ تقطير څخه لاس ته راځي.مهم يې د ډبرو د سکرو قير دی: سکاره په سترو مخصوصو لوښو کې اچوي او حرارت ورکوي چې دغسې تقطير وچ تقطيربولي، د سکرو په وچ تقطير کې د سوځېدو وړ غازو او کوک (تر نفتو وروسته د سون دوهمه مهمه ماده ده ) سربېره يو نسواري رنګه ماده لاس ته راځي چې د تودوخې په عادي درجه کې د کوچو په ډول پسته ده. دغه ماده قير يا قطران نومېږي. د دغې مادې سره مايع او جامد شيان ګډوي، نو د سوچه کولو لپاره هغې ته تدريجي تقطير ورکوي او د دې عمل…
- منځي تېل (منځني)
- درانه تېل (دروند)
- انتراسين
- تور قير يا د قيرو خيره لاس ته راځي. د قيرو ترکيب د نفتو په څېر دی. مخصوص وزن يې ١/٢ او ١/١ دی. سختوالی يې ٢ دی او د تودوخې په ١٠٠ درجو کې وېلې کېږي. په ترکيب کې يې پرهايډرو کاربون سربېره ازوت، اکسيجن، او ګوګړ موجود دی؛ تورقير: د قير خيره، هغه مواد چې د تقطير په لوښو کې پاتېږي او د تودوخې په لوړو درجو کې نور مواد لاس ته نه ځنې راځي، تورقير يا د قطرانو خيره نومېږي. د دغې مادې څخه د سطحو په پوښلو او حفاظت (سړکونه ډامبرول) کې او همدرانګه د چاپ لپاره د سياهۍ (توررنګ) په جوړولو کې کار اخلي
- ډامبر، تارکول، قطران؛ يوه ګاټه، سريښناکه، توره مايع ده چې توند بوی لري او زياتره ورڅخه د سړکونو په جوړولو کې کار اخلي.
- د باز یو قسم دئ
- هغه تور رنګه سریښناکه ګاټَه (غليظه) ماده، چي له تيلو څخه تر لاسه کيږي او د سړکو په ډامبر کولو کي استفاده ځني کيږي.
بېلګې
قير سړک
tarred road
ژباړې (5)
- انګرېزي
- disfavor · asphalt · asphaltum
- الماني
- Teer m. · Teer (der) · Teer
- فرانسوي
- goudron (m.). · goudron · asphalte · brai · bitume
- ناروېژي
- asfalt
- روسي
- м. 1) смола, вар · гудрон; 2. атриб. и предик. гудронированный; سړک ~ гудронированная дорога; کول ~ сл. гл. см. کېدل; قیرول ~ сл. гл. см. قیرېدل
د کلمې رېښه: Arabic