نظم

دوه دېرشم فصل - په بيان دجفت کېدلو د غير جنس کې

خوشحال خان خټک

باز، خوشخور مرغه، مزری دا درې اقوامه

غير جنس سره جفتي کا دا ده عامه

د زمري د پړانگ تر منځ ببر پيدا شي

که انکار ور ځنې نه کړې هسې دا شي

ذات په ذات چې اصل باز دی هغه قير دی

چې بازونه رنگا رنگ شو دا تاثير دی

چرغ، شاهين، شنقار چې باز سره جفتي کا

دا په لعلو په ياقوتو دُر سفتي کا

ژاغ ټپوس لمچي باز رنگ چې ور سره شي

د هغه نتاج نابوده مسخره شي

نه يې فصل نه يې خوی نه يې هنر وي

که په رنگ کې باز ليده شي هم بتر وي

له شنقاره چې پيدا شي ترس يې کم وي

زرکه زاڼه دواړه توکه ورته سم وي

يوه پښه خپله لري د باز د پاسه

بله پښه ورځنې بېله نسي ناسه

چې له چرغه نه پيدا شي دلاور وي

له شاهينه چې پيدا شي ډېر تېز پر وي

له لگړه چې پيدا شي رېزه گير وي

په چستۍ په چالاکۍ کې بې نظير وي

د ټپوس زوولی اصل هيچکاره وي

هم په رنگ هم په عمل هرڅه ښکاره وي

پرونه ډېر لري د ځان تنه يې لږه

نه هنر نه هومره پر نه هومره لوږه

د کارگه زوولی وايي چې زړور وي

اما ډېر په خوی کې خوار گنده يې پر وي