رامبېل

Rambailrāmbél

رامبېلنومنارینه

yellow jasmine, jasmine, any of a number of shrubs or climbing plants which have fragrant flowers

ماناوې

  1. yellow jasmine
  2. jasmine
  3. jasmine, any of a number of shrubs or climbing plants which have fragrant flowers

پښتو تعریفونه

  1. رانبېل، رابېل، رمبېل، يو قسم ګل چې ډېر په زړه پورې بوي لري، نباتاتي نوم (Jasminum)، جمع رامبېلونه
  2. رابېل، رانبېل، رمبېل؛ يو ډول ګل دی چې ډېر په زړه پورې بوی لري. رنګ يې ژېړ يا سپين وي. د ګلو پانې يې چمبيلي ګل ته ورته دي، په همدې نسبت په پښتو ادبياتو کې (رامبېل چمبېل) ډېر ياد شوی دی. دغه ګل په تودو سيمو کې ډېر روزل کېږي : ګلاب له اصله شهزاده وي - رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه (لن.)
  3. رابېل، رانبېل؛ يو ډول ګل دی چې ډېر په زړه پورې بوی لري.
  4. د یاسمین ګل یاره رامبېل چمبېل ګلونه مي راوړي .

بڼې

جمع
رامبېلونه
ژباړې (3)
الماني
Jasmin n. · Jasmin (das)
فرانسوي
jasmin (m.). · jasmin
روسي
жасмин жёлтый.