غزل

آه، دا هومره استغفاره

خوشحال خان خټک

آه، دا هومره استغفاره

چې يې تل کړې په اسحاره

که رښتيا دا استفغار دی

بيا گناه څه! گناه گاره

که دا کار دې په دروغ کړې

شرم وکړه له دې کاره

هم دروغ کړې، هم گناه کړې

ترس دې نه شي له قهاره

هم توبه کړم، هم گناه کړم

ته مې وينې کردگاره!

زه عاجز بنده عاصي يم

پرده پوښ مې شي ستاره!

د حاصانو توبه راکړه

ما خوشال ته استواره