غزل

مرد هغه چې همت‌ناک، برکت‌ناک

خوشحال خان خټک

مرد هغه چې همت‌ناک، برکت‌ناک

له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک

مخ یې مخ، قول یې قول، عهد یې عهد

نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک

لږ ویل، ډېر یې کول په خاموشۍ کې

د غونچې غوندې خوله ډکه، سینه چاک

چې خبره د پستۍ، د بلندۍ شي

په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک

په تمکین کې لکه سرو، په سخا کې

په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک

لکه ګل شګفته‌روی تازه په باغ کې

همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک

چې دا هسې ښه ویل کا زه حیران یم

چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک