غزل
ابلهي، بد گوماني تر هسې حده
خوشحال خان خټکابلهي، بد گوماني تر هسې حده
تر نظر يې له وسوسه ښه هم بده
بد گويي، خست، بد نيت تر دا په هور ته
سکه وروڼه يې پردي کړل له خسده
که ښه نيت، که ښه خلقت، که سخاوت دی
دا يې واړه له زړه لاړ، له خولې ، له يده
په مجلس يې برامد له منځه تللی
بل مذکور په کې خطا، بې خوشامده
چې په ملک د پلار غليم، هغه يې سترگې
په دوستانو يې د پلار کينه بې عده
که د باغ انگور يې ډېر وي د خپل پلار ته
مگر وروست ږنگوری ورکا له سبده
يا دې ښه رويه پيدا شي له ښه پلاره
يا دې هسې تنها اوسي بې ولده
د ژونديو د زړه رنځ دی، دمړو شرم
په ژوندون د بابا ورشه تر لحده
د خوشال عقل خطا نه و نور څه و
چې خاني يې په بهرام کړ له نامزده