غزل

ادم خېلې اپريدۍ دي سرې او سپينې

خوشحال خان خټک

ادم خېلې اپريدۍ دي سرې او سپينې

په کې شته دي ښايسته په رنگ رنگينې

غټې سترگې، لوی باڼه پراخې وروځې

شکر لبې گل رخسارې، مه جبينې

تنگې خولې لکه غوټۍ هوار غاښونه

سر يې گرد په تورو زلفو، عنبرينې

په وجود کې لکه ها له وېښتو خلاصې

پښې کمکۍ، غونډې پنډۍ پهن سرينې

ترنځې گېډې، سينه ورې، ملا نريې

قد يې سم لکه الف، په تن سيمنې

که د باز غوندې مې گشت په غرونو کېږي

ښکار مې شوې ښايسته زرکې ثمينې

باز که چوز وي که کرج طلب دښکار کا

لا تر چوز وي دکرج غوټې مهينې

يا اوبه د لنډي سيند يا دباړې دي

چې په خوله مې تر شربت لگي شېرينې

د ماترې غاښی نېغ درومې اسمان ته

په خاته خاته لنډېږي باندې سپينې

ادم خېلو سره زه په تيرا راغلم

نور رخصت ورکړی خوږ په زړه خوړينې

مينه واړه کار د اور لري خوشاله!

که لمبه يې پټوې، لوگی يې وينې