نظم
هېره مستي
عبدالباري جهانيمه يادوه تېري پخوانۍ کيسې
مه يادوه ما ته د ځوانۍ کيسې
هېري د مستۍ کيسې
هېري مي کړې هېري سوې
ما چي بيدولې د مستۍ نشې
ما چي ويښاوه خمار په زړونو کي
زه چي د هر بنګ سره همراز ومه
زه چي د هر ترنګ سره شهباز ومه
زه چي د هر شرنګ د سُر آغاز ومه
زه چي ورکېدمه د ښکلا سره
زه چي ډوبېدم په ورکو غېږو کي
هېري مي کړې هېري سوې
هېري سولې تېري سوې ـ
زما د سرنوشت په تورو لارو کي
نسته يوه تته د اميد لمبه
ورک يمه
لاهو يمه
مه سوځوه ما په دې يادونو کي
مه ډوبوه ما په دې خيالونو کي
مه مي توسوه په سرابونو کي
پرېږده چي يوازي يم
وسوځم ايره سمه
وخوري د تيارې ښامار
زما د ژوند وروستۍ وړانګي
پرېږده د ګمنامي نېکمرغۍ کيسې
مه يادوه ما ته د ځوانۍ کيسې ـ
پوه سوم چي دا زما د ژوند وروستی غروب
بله طلوع نه لري
ليري د خونخوار افق په غېږه کي
مه ښيه و ما ته د اميد کرښي
يو وار تېروتلی يم
ژوند خطا ايستلی يم
غېږ کي د شنو پاڼو يې زموللی يم
نور مي پرهارونه د کتو نه دي
نور مي اسوېلي د اورېدو نه دي
خپله آشيانه مي سوځولې ده
خپله مي بېړۍ توپاني کړې ده
ځان مي د ساحل له آرامۍ څخه
وغورځاوه ليري توپانونو کي
ګير سوم په بېرحمو ګردابونو کي
پرېږده د زمان نهنګ ـ
پرېږده دا ظالم صياد
ورکي کړي د زامي په خرپي کي
زما وروستۍ سلګۍ
نور د جوړېدو نه يم
نور د رغېدو نه يم
مه راکوه ما ته سرابي زېری