شعر
بېګانه
عبدالباري جهانيد نا اشنا سترګې ګونګۍ اوښکه یم
رغړم ځلېږمه ورکېږم چرته
لکه د هېرو کیسو ورک نومونه
له زړونو وځمه هېرېږم چرته
د یوه لېرې غره د تیږو تر منځ
یوه غوټۍ یم غوړېدلې یمه
نه د اوربل نه د ګرېوان په تمه
نه د چا سترګو پېژندلې یمه
زه د هستۍ د کهکشان پر لمن
ناپېژندلی نالیدلی ستوری
د یوې لېرې نابلدې درې
په یوه پاڼ باندې لوېدلی سیوری
زه د حیات د اسمانونو څاڅکی
ژوندي دریاب ته را لوېدلی یمه
یوې څپې یوه لحظه اخیستی
وروسته له ځانه پردی شوی یمه
د پردي سیل سره الوتی مرغه
د بل په خوا کې وزرونه وهم
د سوز نارې مې بېګانه دي دلته
ځکه پر خولې باندې مهرونه وهم
زه یوه کیسه د لېوني پر ژبه
د چا غوږو ته رسېدلې یمه
چا مې پر لوري راکتلي نه دي
چا له ناکامه اورېدلې یمه
د نا اشنا سترګې ګونګۍ اوښکه یم
رغړم ځلېږمه ورکېږم چرته
لکه د هېرو کیسو ورک نومونه
له زړونو وځمه هېرېږم چرته