غزل
افرين دې په دا سرو سترگو خونخوارو
خوشحال خان خټکافرين دې په دا سرو سترگو خونخوارو
چې بې تورو پرهارونه کا په خوارو
تورې سترگې يې تور باز، باڼه يې نوکې
چې زما خاطر يې يووړ په نوکارو
چې اوچت، اوچت وهل کا باز هغه دی
په خپل باز باندې نظر وي د باز دارو
د وربل په هر، هر تار يې زړونه بند دي
مشاطه ورباندې نور پېيې په تارو
په مذهب دې عيادت مگر گناه دی
چې دې هيڅ پوښتنه نه شي د بيمارو
لا دې پۍ له دواړو شونډو نه څڅېږي
په ځواب دې ژبې بندکړې د هوښيارو
خپل ياران به په پېغور کړې د وگړي
چې دې داد، مهر، نظر دی په اغيارو
په ښايست که ښايسته تر ښاپېرۍ يې
ولې دا جهل دې بد دی تر گهوارو
تل په تشو تسلو عاشقان تېر کړې
تا څه لږ غولولې نه دي په دا چارو
بلبلان د گلستان په منځ کې گرځي
کرگسان گرځي په طمعه د مردارو
زمانه به يې په سر گلونه، نه ږدي
هغه سر چې سزاوار وي د پايزارو
طالبان بې د جمال لکه حاجيان دي
چې کعبې لره ورځي په لارو، لارو
نژدې يار سره ورو، ورو خبرې کېږي
لرې يار وته ويل شي په چيغارو
يک تنها يې دخوشال خاطر يو نه وړ
په جمال يې زړونه يووړل د بسيارو