نظم

هغه شاعر مړ دئ

عبدالباري جهاني

هغه شاعر چي ستا د دوو سترګو ښايستو مين و

هغه چي هم دي د موسكا هم اوښكو سرو مين و

چي كرۍ ورځ دي لكه سيورى ګام په ګام ملګرى

ستا د وجود ستا د تصوير او د خيالو مين و

زخمي زخمي به ستا تر سر بلا ګردان ګرځېدى

هم دي پر ګل هم دي پر پاڼو هم اغزو مين و

چي خپل نصيب يې ستا د حسن په قلم وهلى

ستا په اغزنو انديښنو يې و قسمت ليكلى

هغه چي تېر يې پر خپل ځان او ټول جهان بللې

هغه چي تور يې ستا د ميني په ازل منلې

نور به يې پل ستا په كوڅو كي څوك ليدلاى نه سي

څوك به يې ستا په نامه چيغي اورېدلاى نه سي

د غزل سور به يې شهباز را ويښولاى نه سي

د نظم رنګ به يې سورونه شرنګولاى نه سي

له ګودرونو د كيږديو تر ماښامه پورى

نغمه نغمه به دي پر شونډو ګرځگېدلاى نه سي

هغه د تل دپاره ستا له څنګه كوچ كړى دى

نور دي خوبونه په پيزوان كي زنګولاى نه سي

هغه شاعر ستا د خيالونو سترګي پټي كړلې

اوس دي په لاره كي لېمه درته كرلاى نه سي

اوس به دي څوك د زړه په كور كي تصويرونه كري

اوس به دي څوك په تصويرونو كي رنګونه كري

اوس به دي څوك د محفل شمع په وزر تودوي

څوك به پتڼ غوندي پر ځان ګونګي داغونه كري

څوك به شيرين كي ستا نكلونه د تندي په وينو

اوس به دي څوك په افسانو كي كلنګونه كري

اوس به د چا هنر در اړوى نظر د جهان

اوس به د چا له چيغو ولړزيږي مځكه اسمان

اوس به د چا له سترګو تور وخوري منتر د رقيب

د چا لېمه به كي خطا د سپېلنيو ايمان

هغه شاعر ستا له محفله وچى شونډي ستون سو

نور يې د خضر تركوثره اثر نه رسېږي