شعر

احمق چې وپوښتې خپل زړه زبان که

خوشحال خان خټک

احمق چې وپوښتې خپل زړه زبان که

په وئيل ګډ شي وئيل شان شان که

هر څه په زړه کښې څه نېک و بد لري

هغه به واړه درته بيان که