نظم
ای چې خيال کړې په دنيا
خوشحال خان خټکای چې خيال کړې په دنيا
دنيا څه ده بې وفا
که دې يو زمان زړه ښه کا
بيا دې زر کا په ژړا
راحت نه شته په دنيا کې
الدنيا دارالبلا
دنيا مه گڼه څه نور څه
دا ده ځای د استنجا
زه چې تا گورم حيران شم
ای! بله مشت گيا
هر زمان نوي خيالونه
هر ساعت نوې هوا
يو دې زړه، زر دې يارۍ
يو دې سر سل دې سودا
کله مست د مال و ملک شې
کلک مست شې د صهبا
د مسند د پاسه کښېنې
لور په لور دې متکا
په يوه لوري غلطان شي
چاته مخ و چاته شا
څوک و تا وته ولاړ وي
په تسليم په سل جفا
څوک له تا سره مجلس کا
واړه هزل مشغولا
څوک له ورايه درته ناست وي
ږغوي چنگ و سرنا
څوک په ور درته للېږي
په نمط ستا دلقا
حاجبانو ته ول کا
که مو ورسي دعا
ته په ځای بې خوده پروت يې
نه دې غم نه دې پروا
هی فرياد فرياد له تانه
هی توبه توبه له تا
نه دې غوږ د اورېدو شته
نه دې سترگې شته بينا
بېهوده په ځان غره يې
حبطه يې په رښتيا
فلک ډېر زېر و زبر کړل
چې تر تاوو هم والا
ته په مثل د دانې يې
دا فلک لکه آسيا
ډېر يې تا غوندې ميده کړل
اوس يې وار دی هم په تا
که بادشاه د درست جهان يې
خو دې بيا تشه غوغا
چې دعوا يې د جهان کړې
نور به هم وو ستا په خوا
نه سلېمان شته نه يې تخت شته
نه سکندر شته نه دارا
نه جمشېد و نه يې جام و
نه قباد و نه کسرا
په شماره کې به مانده شم
زيات يې څو شمارم تر دا
که هزار که سل هزار وو
که تر دا وو هم ډېر لا
واړه لاړ له دې جهانه
جهان واچول تر شا
هغه شاهان چې ذي شوکت وو
څه يې هم شته هويدا
ساماني په جهان هم وو
سلجوقي وو هم پيدا
غزنوي وو په غزني کې
چې يې کړلې هم غزا
څه نښان يې مونده نه شي
د برمک نه ديحيی
کر و فر عباسيو
مگر ډوب شو په دريا
د فلک فرېب پټ نه دی
چې يې تل کاندي له تا
کله زر و تاته ښه کا
کله اس او غېلې غوا
کله زويه در ته ښه کا
کله خوېش و اقربا
نه به زر و تاته پرېږدي
نه مالونه، نه ااشيا
په شداد يې فساد کړی
په قارون يې وکړلا
نه ته پلار يې د زامنو
نه زامن دي زويه ستا
په خپل ځان د هر چا کار دی
که پسر دی که بابا
حلق په خپلو لاړو لوند دی
د گدا هم د بادشاه
ته د ځان يې زه د ځان يم
ته جدا يې زه جدا
غم ښادي د هغو بخره
چې لري ژړا خندا
که حشم دې شي بې شماره
خزانې دي بې احصا
چې اجل درلره راشي
نه هغه په کار نه دا
لکه هسې رنگه کار دی
راشه واوره ای! فتا
مهيا و مر گ ته کښېنه
سر انجام کړه دعقبا
که دې توان رسي تقوا کړه
که تقوا نه وي فتوا
بهشت ځای دنور چا نه دی
خدای ياد کړي اتقيا
که په خپله پارسا نه يې
خاک پای شه د پارسا
هر چې شته شريک له واړو
مشترک دي هدايا
که غني يې سخاوت کړه
که فقير يې سخ دې لا
يو چې خلاص دی له حسابه
بل به نه وي مبتلا
په شوکت لکه شهباز شه
په همت لکه عنقا
لکه چغد هسې مه شه
نه يې رنگ نه يې معنا
خوره ښوروا له خپلو لېچو
غضنفر شه نه روبا
سخاوت کړه څو په تا شي
اسراف نشته د سخا
که سرتور يې پرې نارې کړه
چې تا لا دنيا تالا
چې يې قطع غرايق کړل
په اسمان کښېناست عيسا
د عسل په دود شېرين شه
نه حنظل نه گنده نا
مه لړم شه مه افعي شه
غم فزا راحت زدا
بار د نورو په گردن وړه
خپل بار مه کښېږده په چا
جهان ځای د مکافات دی
بد به مومي چې بدکا
د بدۍ جزا بدي ده
د نېکۍ ، نېکي سزا
چې به کېږي تورې خاورې
خپل سر خاورې کړه پخوا
که په حسن لکه گل شي
يا تر گل شې هم زېبا
بيا دې ځای دی تورې خاورې
تار په تار واړه اعضا
دا څه تورې خاورې نه دي
چې پرې ځې سبا بېگا
همگي جونه زلمي دي
خاورې شوي د بېديا
چې په سترگو باندې پښې ږدي
باري وروږده څه خوبا
د پسرلي گلونه ښه دي
که يې تل درلی بقا
ځمکه سبزه زرغونه شي
د حمل په ابتدا
رنگا رنگ گلونه وا شي
هم په باغ هم په صحرا
نه يو گل د بل په رنگ وي
نه يې بوی سره همتا
يو څو ورځې شگفته شي
زر فنا شي په جوزا
تر بلبلې ناپوه څوک دی
يا کم عقله تر بورا
چې په هسې څيز يې مينه
چې يې څو ورځې بقا
هغه څيز چې بې بقا وي
زړه پرې نه تړي دانا
په جهان کې مينه هم وه
د يوسف و زليخا
که ويسه وه که رامين و
که مجنون و که ليلا
که فرهاد و که شېرينه
که وامق و که عذرا
اوس يې نخښې ليدای نه شي
دې جهان کړل پوپنا
نه به گل د چمن پرېږدي
نه بلبله نه توتا
نه به طفل ځنې خلاص شي
نه سپين ږيری نه برنا
نه به پاتې عشق د ځوان شي
نه ښه حسن دخوبا
گاه د زويه لور په غم شي
گاه د يار او د اشنا
چې به پس له ما دا څه کا
حال په څه شي د هر چا
غم د زويو کړي د لوڼو
هم د مور هم د بابا
ولې هسې فکر نه کړي
چې په دا څه دي زما
بخرې اوس نه دي اول دي
چې نه ارض و نه سما
خپل قسمت به هر څو مومي
که افلاس وي که غنا
څه اندوه د يوه نفس کړې
ای د نفس په غم شيدا
خو د نفس ځله دې ومري
که کشکاب وي که حلوا
غرض تن دی تن دې پټ وي
که خاصه وي که خمتا
که د نفس په نغوته درومې
تا به زر کاندي رسوا
نفس په دا راغلی نه دی
چې روا يا ناروا
چې ارواح پرې خوښي مومي
هغه چار گڼه اعلا
مټ په علم کړه چې علم
اژدها وي هم عصا
يا په علم کې لذت دی
يا په عشق کې د مولا
نور همه چارې عبث دي
که اعلی دي که ادنا
که ته تريو کښېنې خوشاله
د فلک ترو څه پروا