غزل

ای چې مخ دې ښايسته دی په خالونه

خوشحال خان خټک

ای چې مخ دې ښايسته دی په خالونه

په دا خپل ښايست ډېر مه کوه خيالونه

همېشه به دې دا هسې ښايست نه وي

د گلشن گلونه، نه وي تر کالونه

چې دخپلو عاشقانو و بال اخلې

هومره ښه نه وي په غاړه وبالونه

کله ما و ته دعا، کله ښکنځل کړې

درته چا ښيل دا هسې جنجالونه

ډېر دې ما غوندې غولولي په رنگ رنگ دي

څه بلا يې په لباس ، په ټيټالونه

ستا د وروځو خال کوتره د هوڼا ده

تورې زلفې دي چاپېرې تر ې جالونه

د بلبل په خاطر هومره بلا نه وي

چې غونچه کا غوړېدل په اهمالونه

ستا دا نېسته، هسته خوله هسې اشکال دی

چې به نه وي نور دا هسې اشکالونه

نه به باز، نه به شاهين، نه به شنقار شي

که ټپوس د اولوتو لري بالونه

په دا څو توکه دې هيڅوک باور نه کا

په وعده دکښليو خوب دی، که فالونه

د مجنون په بېړۍ ناست دی مرگ يې مه وه

چې په سپينو خولو يې وښندل مالونه

خبردار ورباندې روغ، لېونی نه دی

په خوشال کې چې پراته دي دا حالونه