غزل

ای عشقه! لوړ مقام ته دې انسان ورساوه

امیر حمزه شینواری

ای عشقه! لوړ مقام ته دې انسان ورساوه

لېکن ووايه تا ولې عريان ورساوه

ښکارېږي راته ستا په لېونتوب کې څه خامي

دا روغ دې چې صحرا ته گرېبان ورساوه

ای رنده! پس له نوشه ورته تاکېښودو غوږ

مطلب ته دې واعظ ځکه اسان ورساوه

اگاه شو بې نموده په عالم کې نشته هېڅ

کوم دم چې آيينې ته مې حيران ورساوه

را اوري يې ملگريه دلته بيا په زړه بوتان

حمزه! که دې کعبې ته مسلمان ورساوه