غزل
ای عشقه! ځار چې تا راله چشمان راکړي دي
امیر حمزه شینواریای عشقه! ځار چې تا راله چشمان راکړي دي
خود خاک د خپل قدم ښکلي جانان راکړي دي
اشنا دې بې نياز وي د ښايست په هوا مست
پاک رب چې اسوېلي لکه طوفان راکړي دي
هر کاڼي د تهمت راته گوهر دی د مراد
دا گران غمونه يار څنگه ارزان راکړي دي
ستا يو ديدن و نورو رنگينو ته کړمه کور
کاته يې د تصور غوندې حيران راکړي دي
حمزه د يار بشر مې اوسه گل پېغمبري
داغونه چې يې ماله د هجران راکړي دي