غزل
آيينه د تخيل خو د عکسونو يو جهان دی
امیر حمزه شینواریآيينه د تخيل خو د عکسونو يو جهان دی
چې مشغول نه وي په دې کې هغه گوره چې حيران دی
د هر څيز په تغير کې له فنا بقا ته لار ده
طبيعت کې د اشياوو تجردو ته ميلان دی
نور څه نشته دلته کېږي تکامل دخواهشاتو
په اول کې هم ارمان وي په اخر کې هم ارمان دی
څو چې ډېره مينه وکړي، هومره ډېره بقا مومي
دې شبنم او نمر ته گوره په باران پسې باران دی
د عدم په شبستان کې ژوندون چا وبوږنولو
دا خندا د سحر نه ده، دهستۍ څيرې گرېوان دی
شه موسکۍ د گناه برقه تسلسل شو د نېکيو
چې لېمه د ضمير روغ دی که پيدا په کې نقصان دی
دا سکون چې زه يې گورم پرې پوهېږي چې يې گوري
د ازل نه تر دې دمه چې کوم څيز گورې روان دی
نه قصور شته دگلانو، نه خطا د چا د زلفو
دا دي چا پرېشانه کړي چې مېن ترې پرېشان دی
حمزه ډېر مسلمانان شته هم کافر شته په دنيا کې
زه اشنا د هغه کس يم چې روش (رويش) يې د انسان دی