غزل

آيينې وته نظر کړه ښېوه گرې

خوشحال خان خټک

آيينې وته نظر کړه ښېوه گرې

خود به ستا د حسن و کاندي خبرې

د ړندو سترگو حاجت درنجو نشته

په بد رنگې ناوې څه بولې سندرې

مرجوڼا په مټ پرده دی په دا نه دی

چې يې راوړې مرغچچې مرغلرې

چې نه مهر، نه تپاک نه په کې شناخت وي

له هغو بې دردو تښته لرې لرې

چې مېوه يې دکابل خوړلې نه وي

د هغو تر فهم وڅکي دي گور گورې

پټه مينه دسړي ننه لړمون خوري

دوښو تر لمبې بدوي اور د سرې

زه که غره په غره جاروځم عيب کوم دی

تل مزري گرځي په لوړې ، په ژورې

په ختا، ختن، د مښکو قدر نشته

نه په هند کې څه قيمت لري شکرې

حق باطل سره بېلېږي را برسېر کړه

مځکې څو به د قارون خزانې نغرې!

چې د ننگ توره دې واخيسته خوشاله!

درومه سوات ته څه خټک څه يې لښکرې