نظم

ايږ سالاري

عبدالباري جهاني

ډېر پخوا دي واقع سوي دا نکلونه

دې کيسه باندي اوښتي دي قرنونه

اوسېدله څو لېوان يوه ځنګله کي

څيرول به يې څاروي ضعيف ښکارونه

ښخولې يې په نرمو غوښو داړي

را ايستل يې له ژونديو سينو زړونه

ګرځېدلای په ځنګله کي چېرته نه سوای

که هوسې وې که مرغومي که پسونه

خو هر ګوره مرور وه يو له بله

پېښېدل به همېشه پکښي جنګونه

يو د بل د مرګ په طمعه ګرځېدله

لکه مړي سره وکاندي تربرونه

يوه ورځ د ايږ په کور کي سره ټول سول

څو لېوان کاږه منګول تېره غاښونه

د ګيدړ په مشوره سره پخلا سول

سره هېر يې کړل زاړه عداوتونه

په هوس وېشل کېدلې د ښکار غوښي

له مړو ګيډو راووتل ټېغونه

هم منګولي هم يې ډکي دواړي زامي

د چا غوړي سوې سږمې د چا برېتونه

د خوښيو، خوشحاليو په مجلس کي

ايږ ولاړ سو ښورول يې بوڅ غوږونه

وې: ملګرو! راولاړ سئ غېږ په غېږ سئ

رانژدې سئ سره ورکاندئ لاسونه

لکه وروڼه يو له بله سره خپل سئ

نور ايره کئ د نفاق ظالم اورونه

هر لېوه چي د ايږ غېږي ته نژدې سو

ايږ يې تاو کړل پر سينه خپل مړوندونه

په کښېکښو به يې ور مات کړله هډونه

له سينې به يې راوختل آهونه

هر لېوه سر په څپړو په زګېروي سو

تېرول به يې په پټه خپل دردونه

وروسته ايږ ويل ملګرو کار تمام دئ

اوس په کار دی مشر ورور پاخه فکرونه

د ملجس له کونجه ږغ وکړ ګيدړي

سيال دي نسته درخالي سول ميدانونه

مبارک دي مشرتوب او پاچهي سه

زموږ دي مات کړل د شمزيو ټينګ هډونه

ته د تخت په نوم نازېږه هوسېږه

موږ ته جوړ سول په ژوندوني لحدونه

که زموږ خوښه وي که نه وي ته سلطان يې

چلوه پر هديره باندي حکمونه