نظم

هجرت

دروېش درانی

چي له خپله ښاره کړى موږ هجرت دئ

دا هجرت خو نو د هغه چا سنت دئ

چي دنيا ته يې ښووله سمه لاره

وه وينا د خولې يې خاص لکه هينداره

هر سړي پکي ليده بدرنګي خپله

د بدرنګو خلکو دا خوښېده کله

نو يې ويوست دى له ښار څخه په زوره

دې کار ټينګه اراده کړه د ده نوره

و زغملو ته د هر عذاب تيار سو

بوخت د ښار د بيا نيولو په سخت کار سو

پرې بې شمېره خوارۍ راغلې په دا لار کي

پاى يې داسي برى وموند په دې لار کي

چي مکه د تل دپاره بيا د ده سوه

د دښمن بيا دغه ښار ته لار و نه سوه

مګر موږ چي را روان د ده پر لار سو

د خپل ښار و بيا نيولو ته تيار سو

نو د ده رنګه موږ هم پاى بريالي سو

له بري پس مګر بيا پېښ پر خواري سو

چي ښار و نيسو نو بيا را څخه لاړ سي

چي کار جوړ کړو هغه بېرته وران ويجاړ سي

چي يې ډېري خوارۍ يووړې په دې لار کي

پاى يې و موند لوى برى په دغه کار کي

مګر کله چي ور ننووت خپل ښار ته

نو هيڅوک يې هم و نه خېژاوه دار ته

وېرېدلي هر دښمن ته يې ډاډ ور کړ

هر مات سوى مخالف خپل يې خبر کړ

چي په درې ځايه کي هر چا ته امان دئ

يو کور ستاسو د سردار ابوسفيان دئ

بل د هر وګړي خپل کور او خپل سراى دئ

درېيم ځاى د امن کور د غني خداى دئ

څوک چي ننوزي په دغو کي يوه

هيڅ تاوان به بيا څوک نه رسوي ده ته

سول غوږ غوږ کاڼي او بوټي دې اعلان ته

سلامي سول ټول وګړي دې احسان ته

په درزا چي و کم زړه هغه ډاډه سو

چي خازه و کوم يو مخ هغه تازه سو

چي يې دى شاړه هغوى اوس پرې را ټول سول

په مکه کي سره دوى کور او کهول سول

چي ښووله يې هر چا ته سمه لاره

ايستل سوى و په دغه تور له ښاره

خو چي راغلى د بري سره بيا کور ته

نو هيڅوک يې هم و دار ته نه کړ پورته

دغه کار يې موږ منو چي دا ډېر ښه دئ

خو په خپله مو عمل پرې کړى نه دئ

له بري سره چي ننوزو خپل ښار ته

نو اول ابوسفيان خېژوو دار ته

و ملګرو ته يې خپل که د خداى کور وي

يو هم ځاى د امن نه وي ، ور ته اور وي

هغوى ځان باسي يوې او بلي خوا ته

وړي پناه چرته بل دا رنګه يو چا ته

چي دوى بېرته ښار نيولو ته تيار کړي

چي په دې ابوسفيان زموږ په دار کړي

خداى خبر چي لا به څو ابوسفيانه

وړو په خپلو کي موږ دا رنګه له ميانه

او ملګري به يې بل جنګ ته اړ باسو

خپل وګړي بېرته خپل جنګ ته اړ باسو